د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۰:۴۸

 د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني سره وکتل، په دې لیدنه کې د وزارت د اداري، پاملرنې او ساتنې رئيس محترم مولوي سردار محمد حبیب هم حضور درلود.

د دې ليدنې په ترڅ کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال له پاملرنې او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لاسته‌راوړنو، فعالیتونو او برنامو او ځینو نورو موضوعاتو اړوند مفصل راپور وړاندې کړ.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو میاشتني نغدي مساعدتونه په بشپړ شفافیت سره حواله کېږي او هغوی ته پر خپل وخت لازم خدمتونه وړاندې کېږي.

په ورته مهال محترم ملا عبدالغني برادر د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د عمده لاسته راوړنو راپور تر اورېدو وروسته، د یاد وزارت د مشرتابه او کارکوونکو له هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته یې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې

د بغلان ولایت شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د یوه ملي تاجر محترم الحاج مبارز برکت زي په مالي همکارۍ،

د‌ مرکزي بغلان اړوند پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بشري حقوقو (SHAO) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۴) لکه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د بشري حقوقو (SHAO) مرستندویه مؤسسې سره د (۴) لکه او (۱۳) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۷) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنيوي او ملاتړ په موخه، د اسلامي هوساینې نړیوالې Islamic Relief World Wide) مؤسسې سره د (۷۷) زره او (۳۹۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

BACK TO NEWS