شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بشري حقوقو (SHAO) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۴) لکه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د بشري حقوقو (SHAO) مرستندویه مؤسسې سره د (۴) لکه او (۱۳) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کندز ښار، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۱۰۵۰) تنو مستحقینو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د لبنیاتو تولید او پروسس او د سبزیجاتو د کرنې به برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي. همداراز یادو کسانو ته به د فراغت وروسته د کار د پيل کولو لپاره اړین وسایل او امکانات هم برابر شي.

سربېره پر دې، د هغو زیانمن شویو ځوانانو لپاره چې له زده کړو محروم پاتې دي، د سواد زده کړې پروګرامونه به هم پلي شي، څو په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د بشري حقوقو (SHAO) مرستندویه مؤسسې رئيس محترم همایون رازمل ترمنځ لاسلیک شو او د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د نه (۹) میاشتو په موده کې تطبیق شي. 

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې خیریه مؤسسې له مسؤل سره یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړتیاوې شریکې کړې او د یاد قشر لپاره یې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

په پکتيا ولایت کې پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې د نغدي مرستو وېش

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۱۲) زره افغانۍ پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې یو شمېر یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۶۰) زره افغانۍ پر (۱۴۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او ځينو نورو آمرینو یې ملتیا کوله، د شهیدانو کورنیو او. . .

BACK TO NEWS