د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

asad_admin
Mon, Oct 06 2025 10:48 AM

 د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر نن له غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني سره وکتل، په دې لیدنه کې د وزارت د اداري، پاملرنې او ساتنې رئيس محترم مولوي سردار محمد حبیب هم حضور درلود.

د دې ليدنې په ترڅ کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال له پاملرنې او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لاسته‌راوړنو، فعالیتونو او برنامو او ځینو نورو موضوعاتو اړوند مفصل راپور وړاندې کړ.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو میاشتني نغدي مساعدتونه په بشپړ شفافیت سره حواله کېږي او هغوی ته پر خپل وخت لازم خدمتونه وړاندې کېږي.

په ورته مهال محترم ملا عبدالغني برادر د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د عمده لاسته راوړنو راپور تر اورېدو وروسته، د یاد وزارت د مشرتابه او کارکوونکو له هڅو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته یې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټينګار وکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS