د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۷) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنيوي او ملاتړ په موخه، د اسلامي هوساینې نړیوالې Islamic Relief World Wide) مؤسسې سره د (۷۷) زره او (۳۹۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، تر څو په اختر کې د هغوی لپاره اختریزې ډالۍ چمتو شي او د نورو ماشومانو په څېر د اختر له خوشحالیو برخمن شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې (Islamic Relief World Wide) رئیس محترم محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې په کابل او بلخ ولایتونو کې (۱۴۲۰) تنو یتیمانو لپاره اختریزې ډالۍ چمتو او ووېشل شي.

د هوکړه ‌لیک د لاسلیک پر مهال، محترم مولوي ثناءالله فرقاني د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې له لوري یتیمانو ته د مرستو د برابرولو له امله قدرداني وکړه او له یادې مؤسسې څخه یې وغوښتل چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم یتیمانو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي، څو د ه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

د یتیم د کفالت او پالنې فضیلت

ليکنه : مفتي فیصل خاموش

 

 

د اسلام سپیڅلي دین د یتیمانو پالنې ته هڅونه کړې ګڼ شمیر فضايل يې بیان کړي نو ځکه خو ډیری محدثینو او فقهاء کرامو په خپلو کتابونو کې په بیلا بیلو عنوانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د یتیمانو پر وړاندې د سـرپرست شـرعي مسئولیتونه

ليکوال: مفتي فيصل

اسلام د ژوند یو بشپړ نظام دی، پکې د هر چا حقوق په پام کې نیول شوي دي. الله جل جلاله هېڅوک داسې نه دی پریښی چې چا دې ورسره مرسته او کومک نه وي کړی، بلکې د هر چا لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند غور ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مرکزي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي، د شهیدانو ورثه وو او. . .

BACK TO NEWS