د یتیم د کفالت او پالنې فضیلت

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۱۴

ليکنه : مفتي فیصل خاموش

 

 

د اسلام سپیڅلي دین د یتیمانو پالنې ته هڅونه کړې ګڼ شمیر فضايل يې بیان کړي نو ځکه خو ډیری محدثینو او فقهاء کرامو په خپلو کتابونو کې په بیلا بیلو عنوانو او عبارتونو سره بابونه راوړي ځينو یې مختصر او ځينو نورو بیا ورباندې تفصیلي بحث او ددوی اړوند مسائل يې ډير ښه روښانه کړي د ټولو مقصد او مرام یو دی هغه دا چې په ټولنه کې د یتیم سره ښیګڼه د الله (ج) د رضا سبب ګرځي او الله (ج) بنده ګانو ته له یتیم سره دلطف ، مهربانی سپارښتنه کړې همدا راز پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یتیم پالونکي ته جنت کې د ډېر نږدیوالي زیری ورکړی دا چې زمونږ ګران هیواد افغانستان یو داسې هیواد دی چې د نورو هیوادونو په نسبت دلته د یتیمانو شمېره ډیره لوړه ده ځينې داسې کورنۍ هم شته چې په یو کور کې د کونډو او یتیمانو شمېره دیرشو (۳۰) ته رسیږي په هر کلي او ښار کې داسې یتیمان شتون لري چې د غربت او فقر کیسې یې د سړي زړه ته ټکان ورکوي بناء دغې مهمې موضوع ته له داخلیدو وړاندې لومړی باید یتیم وپيژنو تر څو یې د حقوقو د ادا کولو په موخه مسلمانان وهڅوو.

 

یتیم چا ته ویل کیږي؟

یتیم په لغت کې یواځي والي او انفراد په معنی دی او په اصطلاح کې هغه چاته ویل کیږي چې بلوغ ته له رسیدو مخکې یې پلار مړ شوی وي برابره خبره ده غریب وي او که مالداره د فقهې مشهورعلماء کرامو لکه علامه عبدالله بن محمود او علامه ابن نجیم رحمه الله په خپلو کتابونو کې داسې تعریف کړی:

وَالْيَتِيمُ: كُلُّ مَنْ مَاتَ أَبُوهُ وَلَمْ يَبْلُغِ الْحُلُمَ، غَنِيًّا كَانَ أَوْ فَقِيرًا (( الاختيار لتعليل المختار ۵/۸۰ البحرالرائق ۸/۵۱۲

همدا راز د شریعت له مخې یتیم د بلوغ تر وخته پورې یتیم بللی شي، په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: لَا يُتْمَ بَعْدَ الِاحْتِلَامِ ( ابو داود ۳/۱۱۵

 

عثمان بن علی الزیلعي په خپل کتاب کې لیکلي :چې یتیم په حقیقت کې د هغه کوچني نوم دی چې بلوغ ته نه وي رسیدلی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي له بلوغ وروسته یتیمتوب نشته او دا خبره علامه بدرالدین عیني رحمه الله په خپل کتاب (( عمدة القاري ۶/۱۵۴)) او نورو ډيرو علماء کرامو ذکر کړې ده. د امام ابویوسف او محمد رحمهم الله په اند پنځلس (۱۵) کلونو په پوره کیدو سره هلک او انجلۍ د دواړو لپاره د بلوغ حکم کیدلای شي که چيرته له دې مخکې د بلوغ نښې نښانې ښکاره شي بیا له هماغه وخته بالغ ګڼلی شي برابره خبره ده چې پنځلس کلونه یې پوره کړي وي او یا نه علامه شامي رحمه الله او ځینو نورو علماء کرامو دا قول مفتي به ګڼلی ده ، خو په عامه توګه هلک له دولس (۱۲) کلنۍ مخکې او جینۍ له نهه (۹) کلنۍ مخکې بلوغ ته نه رسیږي او نه هم ورباندې د بلوغ کومه علامه څرګندیږي.

 

( بُلُوغُ الْغُلَامِ بِالِاحْتِلَامِ وَالْإِحْبَالِ وَالْإِنْزَالِ ) وَالْأَصْلُ هُوَ الْإِنْزَالُ ( وَالْجَارِيَةِ بِالِاحْتِلَامِ وَالْحَيْضِ وَالْحَبَلِ ) وَلَمْ يَذْكُرْ الْإِنْزَالَ صَرِيحًا لِأَنَّهُ قَلَّمَا يُعْلَمُ مِنْهَا ( فَإِنْ لَمْ يُوجَدْ فِيهِمَا ) شَيْءٌ ( فَحَتَّى يَتِمَّ لِكُلٍّ مِنْهُمَا خَمْسَ عَشْرَةَ سَنَةً بِهِ يُفْتَى ) لِقِصَرِ أَعْمَارِ أَهْلِ زَمَانِنَا ( وَأَدْنَى مُدَّتِهِ لَهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ سَنَةً وَلَهَا تِسْعُ سِنِينَ هُوَ الْمُخْتَارُ رد المختار ۲۵/۱۶۷

همدا راز په داسې صورت کې امام ابو حنیفه رحمه الله په اند هلک چې کله اتلس (۱۸) کلونه او انجلۍ چې کله اولس (۱۷) کلونه بشپړ کړي د بلوغ حکم ورباندې کیدلی شي او دا رأیه ( ۱۸) کلونه د ابن عباس رضي الله عنه هم ده خو ځينو نورو علماء کرامو د بلوغ حد د کلونو په حساب نولس (۱۹) دوه ویشت (۲۲) او پنځه ویشت (۲۵) کلونه هم ټاکلي دي خو علامه عبیدالله بن مسعود (رح) په شرح الوقایه (۷/۱۴) کې امام ابن الهمام (رح) په فتح القدیر ( ۲۱/۳۰) علامه شيخي زاده (رح) په مجمع الانهر (۴/۶۰) علامه فخر الدين الزيلعي (رح) په تبیین الحقائق(۵/۲۰۳) علامه عبد الله بن محمود ابوالفضل (رح) په الاختيار لتعليل المختار( ۲/۹۵) کې همدا راز ځینې نور علماء کرام وايي : چې احتیاط په دې کې ده چې د یتیم لپاره د اتلس ۱۸ کلونو عمر وټاکل شي.

 

قَالَ ( بُلُوغُ الْغُلَامِ بِالِاحْتِلَامِ وَالْإِحْبَالِ وَالْإِنْزَالِ إذَا وَطِئَ ، فَإِنْ لَمْ يُوجَدْ ذَلِكَ فَحَتَّى يَتِمَّ لَهُ ثَمَانِيَ عَشْرَةَ سَنَةً ، وَبُلُوغُ الْجَارِيَةِ بِالْحَيْضِ وَالِاحْتِلَامِ وَالْحَبَلِ ، فَإِنْ لَمْ يُوجَدْ ذَلِكَ فَحَتَّى يَتِمَّ لَهَا سَبْعَ عَشْرَةَ سَنَةً ) ، وَهَذَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَقَالَا : إذَا تَمَّ الْغُلَامُ وَالْجَارِيَةُ خَمْسَ عَشْرَةَ سَنَةً فَقَدْ بَلَغَا……. وَلَهُ قَوْله تَعَالَى { حَتَّى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ } وَأَشُدُّ الصَّبِيِّ ثَمَانِيَ عَشْرَةَ سَنَةً ، هَكَذَا قَالَهُ ابْنُ عَبَّاسٍ وَتَابَعَهُ الْقُتَيْبِيُّ ، وَهَذَا أَقَلُّ مَا قِيلَ فِيهِ فَيُبْنَى الْحُكْمُ عَلَيْهِ لِلتَّيَقُّنِ بِهِ …. وَالْحَقُّ فِي أَصْلِ التَّعْلِيلِ أَنْ يُقَالَ : وَهَذَا أَقَلُّ مَا قِيلَ فِيهِ ، فَيُبْنَى الْحُكْمُ عَلَيْهِ لِلِاحْتِيَاطِ كَمَا وَقَعَ فِي الْكَافِي وَالتَّبْيِينِ ، إلَّا أَنَّهُ قَالَ فِي الْكَافِي بَعْدَ قَوْلِهِ لِلِاحْتِيَاطِ : وَلِأَنَّهُ مُتَيَقَّنٌ بِهِ ، وَأَمَّا فِي التَّبْيِينِ فَقَدْ اكْتَفَى بِقَوْلِهِ لِلِاحْتِيَاطِ وَهُوَ الْأَصْوَبُ . فتح القدير (۲۱/۲۹

 

د یتیم د کفالت فضیلت

د یتیم موضوع په شریعت کې ډېر زیات ارزښت او اهمیت لري یواځې په قرآن کریم کې الله (ج) دوه ویشت (۲۲) ځایه د یتیم موضوع ذکر کړې او له مسلمانانو څخه يې غوښتنه کړې چې په ناحقه د یتیمانو مالونه مه خورئ، له دوی سره ښې خبرې وکړئ، احسان ورسره وکړئ ،غصه مه ورباندې کوئ او دې ته ورته د دوی اړوند نور ډېر موضوعات يې ذکر کړي، همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په ډېرو حدیثونو کې د یتیم پالنې د فضیلت اوثواب په باب امت مسلمه ته سپارښتنه کړې چې د یتیم پوره پوره خیال وساتي او ښه سالمه تربیه او کفالت یې وکړي الله (ج) به يې په جنت کې له ماسره يوځای کړي مونږ به دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د څو حدیثونو به رڼا کې د موضوع وضاحت وکړو.

حدیث:

عَنْ سَهْلٍ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَا وَكَافِلُ الْيَتِيمِ فِي الْجَنَّةِ هَكَذَا وَأَشَارَ بِالسَّبَّابَةِ وَالْوُسْطَى وَفَرَّجَ بَيْنَهُمَا شَيْئًا. صحيح البخاري (۷/۳۵)

 

له حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: زه او د یتیم کفالت کوونکی به په جنت کې داسې سره نږدې یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو دوو شهادت او منځنۍ ګوتو باندې اشاره وکړه او دواړو ګوتو ترمنځ یې لږ فاصله وکړه.

 

پورتنی صحیح حدیث په نورو ډيرو کتابونو کې د متن په لږ شان توپیر سره راغلی لکه سنن الترمذي (۳/ ۲۱۵) السنن الكبري ۶/۲۸۳ سنن أبی داود ۵/۶۴ صحیح ابن حبان ۳/۱۹۴ مسند احمد ۵/۳۳۳.

 

علامه ابن بطال رحمه الله د پورتني حديث په شرحه کې لیکلي: چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث واوريده په ده لازمه ده چې عمل ورباندې وکړي ترڅو په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د انبیاء کرامو او رسولانو علیهم السلام ملګری شي. او په اخرت کې د انبیاء کرامو علیهم السلام له ملګرتیا غوره مرتبه نشته . حق على كل مؤمن يسمع هذا الحديث أن يرغب فى العمل به ليكون فى الجنة رفيقًا للنبى عليه السلام ولجماعة النبيين والمرسلين – صلوات الله عليهم أجمعين – ولا منزلة عند الله فى الآخرة أفضل من مرافقة الأنبياء. شرح البخاري لابن بطال (۱۸/ ۱۱۱).

 

حافظ ابن حجر رحمه الله هم د پورتني حدیث په شرحه کې د ده قول راوړی او بیا وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو دوه ګوتو په منځ کې لږ شان جداوالی وکړ اشاره دې خبرې ته ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د یتیم کفيل او پالونکي ترمنځ په مرتبه کې لږ شان توپیر شته لکه څنګه چې د دغو دواړو ګوتو ترمنځ توپیر شتون لري.

 

وفرج بينهما أي بين السبابة والوسطى وفيه إشارة إلى أن بين درجة النبي صلى الله عليه وسلم

وكافل اليتيم قدر تفاوت ما بين السبابة والوسطى. فتح الباري لابن حجر (۴/ ۲۲۷)

حافظ ابن حجر رحمه الله دا هم وايي: چې دا احتمال لري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د یتیم د کفیل او پالونکي مرتبه او درجه به سره نژدې وي لکه څنګه چې د شهادت او منځنۍ ګوتې ترمنځ بله ګوته شتون نه لري او دواړه ګوتې سره نژدې دي. ويكفي في اثبات قرب المنزلة من المنزلة أنه ليس بين الوسطى والسبابة إصبع أخرى. فتح الباري لابن حجر (4/ 228)

او دا خبره ډیری محدثینو په خپلو کتابونو کې ذکر کړې فیض القدیر ۱۱/۱۲۴ تحفة الاحوذي ۱۱/۴۰ عون المعبود: ۱۴/۴۱ شرح الزرقاني ۴/۴۲۹

 

علامه نووي رحمه الله د پورتني حدیث په شرحه کي لیکي: د یتیم کفالت دې ته وايي؛ چې یو څوک د یتیم حاجتونه او ضرورتونه پوره کړي لکه خوراک، څښاک ، جامه، ادب او تربیه کول دي او دغه فضیلت هغه چاته حاصلیږي چې له خپل مال څخه او یا د یتیم له مال څخه دده ښه کفالت وکړي.

 

كافل اليتيم القائم بأموره من نفقة وكسوة وتأديب وتربية وغير ذلك وهذه الفضيلة تحصل لمن كفله من مال نفسه أو من مال اليتيم . شرح النووي على مسلم (۱۸/ ۱۱۳)

حدیث:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ قَالَ :خَيْرُ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُحْسَنُ إِلَيْهِ وَشَرُّ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُسَاءُ إِلَيْهِ سنن ابن ماجه (۲/ ۱۲۱۳) فیض القدیر: (۵/۴۴۶ ) مشکاة المصابیح: (۳/۷۸)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په مسلمانانو کې تر ټولو غوره کور هغه دی چې له یتیم سره په کې ښه چلند کیږي او د مسلمانانو په کور کې تر ټولو بد کور هغه دی چې له یتیم سره په کې ناوړه چلند کیږي.

 

ملا علي قاري رحمه الله دپورتني حدیث په شرحه کې لیکي: د تادیب (تربــــیې) او د قرآن کریم د زده کړې په خاطر د یتیم وهل روا دي، اودا له یتیم سره معنوي احسان کول دي که څه هم په ظاهره ضرر معلومیږي او که د یتیم وهل د زده کړې او یا د تادیب په خاطر نه وي بیا یې وهل ناروا دي.

 

فإن ضربه للتأديب وتعليم القرآن جائز فهما داخلان في الإحسان معنى وإن كان في الصورة إساءة والعكس عكس . مرقاة المفاتيح (۱۴/۲۶۳)-

حدیث:

قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : “ من مسح رأس يتيم لم يمسحه إلالله كان له بكل شعرة تمر عليها يده حسنات ومن أحسن إلى يتيمة أو يتيم عنده كنت أنا وهو في الجنة كهاتين “ وقرن بین اصبعيه . مسند احمد (۹/۳۴ ) مشكاة المصابيح (۳/۷۸ له حضرت ابو امامة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هر هغه څوک چې د یتیم په سرلاس خاص دالله (ج) لپاره تیر کړي، په هر څومره ویښتانو يې چې دده لاس تیر شوی وي، همدومره نیکي ده ته ورکول کیږي، او هر هغه څوک چې یتیم هلک یا انجلۍ د ده سره اوسیږي احسان ورسره وکړي زه او دی به په جنت کې دارنګه یو( رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې دوه ګوتې سره ملګرې کړې)

 

که څه هم حافظ ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب فتح الباري (۱۱/۱۵۱ کې فرمايي: چې دا حدیث ضعیف دی . خو د فضائلو په باب کې دا ډول حدیث د ډیری محدثینو په اند مقبول دی مطلب دا چې په ضعیف حدیث سره استحباب او هغه کراهت چې په درجه د استحباب کې وي ثابتیدلی شي علامه ابن الهمام رحمه الله فرمایي: چې استحباب په ضعیف سره ثابتیدلی شي نه په موضوعي سره: الاستحباب یثبت بالضعیف غیر الموضوع . فتح القدیر: ۲/۹۵ او دا رأیه د نورو ډيرو محدثینو هم ده او په خپلو کتابونو کې یې ذکر کړې لکه ملا علي قاري رحمه الله په موضوعات الکبرای( ۲۰۹) عــلامه ل کهنوي رحــمه الله پ. ه ظ فرالاماني( ۱۹۸ علامه ظفر احمد عثماني رحمه الله په قواعد في علوم الحدیث ۱۱۰ او داسې نور.

 

حدیث:

قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من عال ثلاثة من الأيتام كان كمن قام ليلة وصام نهاره وغدا وراح شاهرا سيفه في سبيل الله وكنت أنا وهو في الجنة أخوين كهاتين أختان وألصق إصبعيه السبابة والوسطى. ابن ماجه (۲/ ۱۲۱۳رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: څوک چې د دریو یتیمانو سرپرستي کوي، داسې دي لکه دشپې چې لمونځونه او د ورځې روژې نیسي او سهار ماښام توره په لاس د الله(ج) په لار کې جهاد کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دوې ګوتې سره یوځای کړې او ویې فرمایل: زه او دیتیم کفالت کوونکی به داسې په جنت کې يو ځای یو.

 

حدیث:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ : أَنَّ رَجُلاً شَكَا إِلَى النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَسْوَةَ قَلْبِهِ فَقَالَ :« إِنْ أَرَدْتَ أَنْ يَلِينَ قَلْبُكَ فَأَطْعِمِ الْمَسَاكِينَ وَامْسَحْ رَأْسَ الْيَتِيمِ.السنن الکبرای(۴/۶۰) مسنداحمد(۲/۲۶۳) فتح الباری: (۵/۲۵۲)

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس د زړه له سختوالي شکایت وکړ نبي علیه السلام ورته وفرمایل: که غواړې چې زړه دي نرم شي، مسکین ته خوراک ورکړه او د یتیم سر مسحه کړه.

 

علامه يوسف بن عبد الرحمن بن يوسف په خپل کتاب کې د یو عابد په نامه د عميرة بن أبي ناجية د ترجمې په ترڅ کې دده اړوند یوه کیسه هم ذکر کړې ده، فرمایي: چې دی ډير پرهیزګاره او عابد انسان وو، کله به يې چې تلاوت کاوه ژړل به یې،کله به يې چې لمونځ کاوه ژړل به يې، او کله چې به له تلاوت او لمونځ څخه فارغ شو ژړل به يې،يوه ورځ همدغه صالح او پرهیزګاره بنده یو یتیم راوغوښت ډوډۍ يې ورکړه د څکلو اوبه یې ورکړې او سر یې ورغوړ کړ او بیا یې داسې دعا وکړه: ای زما ربه زما د دې کار په ثواب کې زما مور او پلار راسره شریکان کړې، کله چې اوده شو مور او پلار يې په خوب کې ولیدل، او له دوی سره هغه یتیم ناست وو، مور او پلار يې ده ته داسې وويل: چې ای زویه ددې یتیم پر مونږ باندې ډېر لوی برکتونه دي. تهذیب الکمال: (۲۲/۴۰۱)

 

دا چې مقاله را څخه نوره اوږده نشي، په پای کې وایم چې الحمد لله د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټول یتیمان هغه که د اسلامي امارت د سپيڅلو شهیدانو یتیمانو وي او که د تیرې ادارې د هغو نظامي عسکرو یتیمان چې د اسلامي امارت له سپیڅلو مجاهدینو سره دا شل کاله په جنګ کې ښکیل ول، دوی ووژل شول، او که د ملکي شهیدانو یتیمان وي دا ټول ثبت او راجسټر کړي او د ثبت سره سره يې دوی ته یوه اندازه مساعدت ( ماهانه) پرته له کوم تبعیضه تاکلې ده او هر کال د ملي بودیجې څخه په میلیاردونو افغانۍ د بانک له لارې دوی ته ورکول کیږي همدا راز ځينو یتیمانو ته يې دحرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړې او دا د حکومت یو لوی ستر او نیک اقدام دی همداراز نور اسلامي هیوادونه، مسلمانان ، نړیوالې مؤسسې ، خیریه بنسټونه، د یتیم کفالت او پالنې ته باید جدي پاملرنه وکړي د هغوی لپاره دې بیلابیلې ادارې رامنځته کړې ، یوڅه اندازه مساعدت ( ماهانه) دې ورته وټاکي د دیني عصري او حرفوي زده کړو زمینه دې ورته برابره کړي ترڅو په راتلونکې کې د ټولنې په اوږو بار نشي او الله (ج)به اجر عظیم ور په برخه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

د یتیم د کفالت او پالنې فضیلت

ليکنه : مفتي فیصل خاموش

 

 

د اسلام سپیڅلي دین د یتیمانو پالنې ته هڅونه کړې ګڼ شمیر فضايل يې بیان کړي نو ځکه خو ډیری محدثینو او فقهاء کرامو په خپلو کتابونو کې په بیلا بیلو عنوانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د یتیمانو پر وړاندې د سـرپرست شـرعي مسئولیتونه

ليکوال: مفتي فيصل

اسلام د ژوند یو بشپړ نظام دی، پکې د هر چا حقوق په پام کې نیول شوي دي. الله جل جلاله هېڅوک داسې نه دی پریښی چې چا دې ورسره مرسته او کومک نه وي کړی، بلکې د هر چا لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند غور ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مرکزي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي، د شهیدانو ورثه وو او. . .

BACK TO NEWS