په بلخ ولايت کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته، څه باندې (۵) میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې
د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د اسلامي رفاه مرستندويه مؤسسې په همکارۍ د چمتال په ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو پر (۱۳۰) مستحقو کورنيو باندې (۵) میلیونه او (۲۳۹) زره افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ووېشلې، چې د منظم پلان له مخې هر کورنۍ ته، (۴۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.
د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو د اسلامي رفاه مرستندويه مؤسسې له کړيو مرستو یې مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د مرستو دې لړۍ ته دوام ورکړل شي تر څو نورې کورنۍ هم له مرستو څخه برخمنې او د هغوی اقتصادي ملاتړ وشي.
