په تخار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په همغږۍ د دغه ولایت (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې په عادلانه او منظم ډول ووېشلې.

د مرستو د وېش پر مهال، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د یادې مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او له هغو څخه یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا ډېرو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې هغو اړمنو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د خیریه مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، هیلې څرګندې کړې چې په راتلونکې کې هم ورته مرستې ورسېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۲۹
Background image

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په ننګرهار ولايت کې د‌ شهیدانو کورنۍ سره نغدي مرسته ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالـحکیم حقاني ننګرهار ولایت ته یې د سفر پر مهال د هغې دردېدلې کورنۍ پوښتنې او فاتحې ته ورغی چې شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د کابل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۸
Background image

په بلخ ولايت کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته، څه باندې (۵) میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د اسلامي رفاه مرستندويه مؤسسې په همکارۍ د چمتال په ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو پر (۱۳۰) مستحقو کورنيو باندې (۵) میلیونه او (۲۳۹) زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

په تخار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په همغږۍ د دغه ولایت (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د خوراکي او غیرخوراکي. . .

BACK TO NEWS