په تخار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش
د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په همغږۍ د دغه ولایت (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې په عادلانه او منظم ډول ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د یادې مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه او له هغو څخه یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا ډېرو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې هغو اړمنو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د خیریه مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، هیلې څرګندې کړې چې په راتلونکې کې هم ورته مرستې ورسېږي.
