د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د اووه سوه او اته (۷۰۸) عرادې ویلچرونو مرسته ترسره شوه

معلولیت لرونکو وګړو ته د آسانتیاوو برابرولو او د هغوی د لاس نیوي په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د یوې خیریه مؤسسې له لوري د اووه سوه او اته (۷۰۸) عرادې ویلچرونو مرسته ترسره شوه.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د ویلچرونو د تسلیمولو پر مهال د دې وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقانی او د خیریه مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.
ټاکل شوې ده چې یاد ویلچرونه به، په مرکز او ولایتونو کې پر مستحقو معلولینو باندې وویشل شي.