د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۱۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د (۷۷۹) زره او (۷۶۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت اړوند په موسهي او چهار آسیاب ولسوالیو کې (۷۶) تنو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شي او هر مستحق به د (۳) میاشتو په موده کې (۱۰۲۶۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ترلاسه کړي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ مشر محترم محمد جواد ترمنځ لاسلیک شو، او د (۳) میاشتو په موده کې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

د یادونې وړ ده چې د نصیر خیریه بنسټ تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په بشپړې همغږۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې چمتو کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS