د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنېو اړیکو او تقنین ریاست او د (IHH) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې موخه یې د یتیمانو لپاره د ښه ژوند فرصتونو برابرول او د هغوی اقتصادي پیاوړتیا ده. د دې هوکړه لیک له مخې به، په کندهار ولایت کې (۲۵) تنو یتیمانو ته د بار وړونکو زرنج نقلیه وسایطو وېش ترسره او په دې سره به یتیمان له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.

یاد هوکړه لیک د (۳۷) زره او (۸۰۰) ډالرو په مجموعي ارزښت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (IHH) مؤسسې مرستیال محترم شهاب الدین ثاقب ترمنځ لاسلیک شو او د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د دوو (۲) میاشتو په موده کې پلي شي.

د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس د مؤسسې له مرستیال څخه یې مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره په بېلابېلو برخو کې لا زیاتې مرستې برابرې کړي تر څو د دې اړمن قشر ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS