د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د نوي برېښنائي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخو روزنیز ورکشاپ پیل شو

asad_admin
Tue, Mar 10 2026 9:33 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو او د نوي برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو د برخو د مؤثر تطبیق په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د دې ریاست د رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، تر څارنې لاندې د اتو تنو کارکوونکو په ګډون ترسره کېږي، چې اساسي موخه یې د کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو پیاوړتیا او د نوي برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو اړوند برخو د سمې کارونې په اړه د عملي لارښوونو وړاندې کول دي.

په دې روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوال د یاد برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو اړوند برخو له تخنیکي او عملي اړخونو سره په بشپړه توګه اشنا شي، تر څو وکولای شي د ۱۴۰۵ مالي کال په جریان کې د همدې سیسټم له لارې د مساعدتونو حوالې په اغېزمن، دقیق او معیاري ډول ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د برېښنايي سیسټمونو د بریالي او اغېزمن تطبیق لپاره مهم او ګټور بلل کېږي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS