د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس استاد حبیب الرحمن ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل

content_admin
Sun, Feb 02 2020 9:03 AM
mmd

د کوچیانو پر ستونزو خبرې وشوې!

د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس استاد حبیب الرحمن د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره ګډه کاري ناسته وکړه.
ښاغلي حبیب الرحمن د کوچي قشر د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو پر ستونزو هر اړخیزې خبرې وکړې او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت له وزیر څخه یې وغوښتل، چې دې قشر ته باید ځانګړۍ پاملرنه وکړي. نوموړي همدارنګه د دوو ادارو تر مینځ د دوامدارو اړیکو په درلودلو هم ټینګار وکړ.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي له استاد حبیب الرحمن څخه مننه وکړه چې د کوچیانو د ستونزو له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي. ښاغلي آریوبي ژمنه وکړه چې یاده اداره به په ټولو برخو کې د کوچي قشر د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته خاصه پاملرنه کوي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS