د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د تشکیلاتي طرحې د ترتیب او د بودجې د تعیین په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
Wed, Dec 10 2025 9:30 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیلاتي طرحې د جوړولو او د اړتیاوو پر بنسټ د بودجې د ټاکلو په موخه غونډه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان په مشرۍ ترسره شوه.

په غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم  رئیس محترم ملا رحمت‌الله خالد او د بودجې آمر محترم محمد ادریس ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیلاتي طرحې د جوړښت، د اړینو اړتیاوو پر بنسټ د بودجې د ټاکلو او د پراختيایي برنامو په اړه هر اړخیز بحث وشو. په پای کې اړوندو برخو ته هدایت ورکړل شو چې د تشکیلاتي طرحې او د دې وزارت د اړتیا وړ بودجې د تعیین لپاره خپلې عملي چارې پیل کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS