د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال د تشکیلاتي طرحې د ترتیب او د بودجې د تعیین په موخه غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیلاتي طرحې د جوړولو او د اړتیاوو پر بنسټ د بودجې د ټاکلو په موخه غونډه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش، د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمتالله خالد او د بودجې آمر محترم محمد ادریس ګډون درلود.
په یاده غونډه کې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د تشکیلاتي طرحې د جوړښت، د اړینو اړتیاوو پر بنسټ د بودجې د ټاکلو او د پراختيایي برنامو په اړه هر اړخیز بحث وشو. په پای کې اړوندو برخو ته هدایت ورکړل شو چې د تشکیلاتي طرحې او د دې وزارت د اړتیا وړ بودجې د تعیین لپاره خپلې عملي چارې پیل کړي.
