د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د شهیدانو وارثینو لپاره د حج فریضې د اداینې په موخه قرعه کشي وشوه

asad_admin
Sun, Feb 09 2025 9:35 AM

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د شهیدانو وارثینو لپاره د حج  فریضې د اداینې په موخه قرعه کشي وشوه، دا قرعه کشي د ارشاد، حج او اوقاف وزارت لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د ورکړل شوې ځانګړې سهمیې پر اساس ترسره شوه.

یاده قرعه کشي د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نذیر ابومحمد او کارکوونکو په شتون کې پر مخ يوړل شوه، چې په پایله کې ۱۲ کسان د حج فریضې د اداینې لپاره بریالي اعلان شول، هغوی به د نورو چارو د ترسره کولو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ور وپېژندل شي.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست یوازې د د شهيدانو ورثه وو او معلولينو ته دحج د فریضې د اداینې لپاره نوبت برابروي، او د حج ټول مصارف به د حاجي پر غاړه وي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS