په کنړ ولایت کې پر (۲۵۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې
د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت د مرکز په شمول په شیګل او دره پیچ ولسوالېو کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې او نور خوراکي توکي شامل وو، ووېشل.
همداراز د یادې مؤسسې له لورې سل (۱۰۰) تنو مستحقینو ته یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو او وېشلو په پار مننه وکړه.