په کنړ ولایت کې پر (۲۵۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۱۱
mmd

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت د  مرکز په شمول په شیګل او دره پیچ ولسوالېو کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې او نور خوراکي توکي شامل وو، ووېشل.

همداراز د یادې مؤسسې له لورې سل (۱۰۰) تنو مستحقینو ته یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو او وېشلو په پار مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۲:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو د وېش او چمتو کولو په موخه د بشري مرستو ټولنې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د بشري مرستو ټولنې مؤسسې مسؤل محترم نصر الله شینواري ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۱۶
Background image

په لغمان ولايت کې د (۴۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

نن ورځ په لغمان ولايت کې د HHRD خیریه مؤسسې له لوري د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ د څلوېښت (۴۰) تنو یتیمانو تر منځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه او د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا په موخه د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د دې هوکړه پر اساس به (۶۵۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اقتصادي ځان بساینې او پياوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د کوچنیو کارو بارونو. . .

BACK TO NEWS