د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د ( (SKM) کمپنۍ له مشر محترم ډاکټر عباس فرساد سره وکتل

nasrat_admin
Thu, Oct 19 2023 1:30 PM
mmd

په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محترم الحاج ملاعبدالرزاق اخند، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست او د الهام هوفياني ساختماني او سوداګریز شرکت اجرايوي مدير محترم الحاج محمد زمان حضور درلود.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په هکله او همدارنګه د دغه وزارت له لوري هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه په دې ليدنه کې د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ رئيس محترم ډاکټر عباس فرساد د یادې کمپنۍ د پروژو او پروګرامونو په هکله معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: د شهیدانو او معلولینو وزارت د ټولنې د هغو اغیزمنو وګړو په خدمت بوخت دی چې د لوی خدای جل جلاله په لاره کې یې خپل خوږ ژوند قرباني کړی دی.

نوموړي زياته کړه: یاده کمپنۍ به د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ښارګوټي جوړوي او د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي بساینې په موخه د حرفوي زده کړو په برخه کې د امکاناتو چمتو کولو ته خپله ژمنتیا ښيي.

په دې لیدنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې د معلولینو او یتیمانو لپاره د ښارګوټيو د جوړولو د پروپوزل د چمتو کولو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست هم د یتیمانو او معلولینو په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو یادونه وکړه. نوموړي همدا راز  په مرکز او ولایتونو کې د ثبت او راجسټر شويو یتیمانو، کونډو او معلولینو شمېر د یادې کمپنۍ له رئیس شریک کړل.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې هېواد (SKM) کمپنۍ د الهام هوفیاني سوداګریز او ساختماني شرکت په بلنه افغانستان ته د پانګونې او بشري مرستو په موخه راغوښتل شوې چې په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له زیانمنو خلکو سره به مرستې وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS