د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو د استخدام په پروسه کې آسانتیاوې را منځ ته شوې

nasrat_admin
Thu, Feb 16 2023 9:22 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو د استخدام او د هغوي د اسنادو د طی مراحل په پروسه کې د آسانتیاوو د رامنځ ته کولو او په یاده پروسه کې د هراړخیز شفافیت ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې د کارکوونکو د استخدام په برخه کې د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې په یاده برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځ ته شوې چې تر ډیره بریده يې د استخدام شویو کارکوونکو د اسنادو د بشپړولو او طی مراحلو ستونزې حل کړای شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د محمد علی حماس په نوم یوتن هیوادوال چې تازه یې د سمنګانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې تقرر حاصل کړی وو او یاد وزارت ته د خپلو اسنادو د طی مراحلو په موخه مراجعه کړې وه د څو محدودو ساعتونو په موده کې خپل د تقرري اسنادو پروسه تکمیل او د یاد ریاست له خوا د استخدام په پروسه کې د آسانتیاوو د رامنځ ته کولو له امله یې خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS