د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اداري کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپونه جوړیږي.

nasrat_admin
Tue, Apr 26 2022 8:54 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو په ریاست کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په هغه غونډه کې چې د دغه وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ او د اړوندو څانګو آمرینو په شتون کې جوړه شوې وه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د دوه اونیو کړنې وارزول شوی.

همدارنګه په دې ناسته کې د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د ورکشاپونو جوړونه او د نوي کارمندانو استخدام پروسې د لا چټکتیا په موخه او په اړه د کمیټې د جوړولو په اړه هم هراړخیزې خبری وشوی.

په یاده ناسته کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلی مولوي محمد موسی صدیقي د اداري کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو لپاره باید اساسي هڅې وشي تر څو د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وکړو ته غوره خدمات وړاندې شي.

ښاغلي صدیقي همداراز کارکوونکي خپلو مسوولیتونو ته و هڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې دغه زیانمن قشر ( یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو) ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS