د ۲۵ برېښنايي ويلچرونو لپاره وړ معلولين وټاکل شول

sadiq_admin
Tue, May 18 2021 3:02 PM
قف

د ۲۵ برېښنايي ويلچرونو لپاره وړ معلولين وټاکل شول

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت لخوا د ترکیې هيواد په مالي ملاتړ، ۲۵ تنه بشپړ معلوليت لرونکي وګړي د پچې اچونې بهير په ترڅ کې د برېښنايي ويلچرونو لپاره وړ وګڼل شول.

د شرايطو له مخې دغه ويلچرونه هغو معلوليت لرونکو وګړو ته ويشل کېږي، چې يا خو په بشپړ ډول فلج وي او يا يې دواړه پښې له لاسه ورکړې وي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې جميلې نورستانۍ د ترکیې هيواد له همکارۍ مننه وکړه او په راتلونکي کې يې په دې برخه کې ترېنه د لا زياتو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د يادو ويلچرونو لپاره (۴۷) معلوليت لرونکو وګړو نوملیکنه کړې وه؛ (۳۳) تنه يې د وزارت موظفې کميټې له لوري پر شرايطو برابر او مستحق وشمېرل شول، چې د پچه اچونې رڼې پروسې په ترڅ کې يې ۲۵ تنه وړ وګڼل شول او په وروستي پړاو کې به په افغانستان کې د ترکيې هېواد د وظيفوي قوماندانۍ له لوري دغه ويلچرونه پر يادو معلولينو وويشل شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS