د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د پیامبر اعظم پياوړتيا روغتيايي مرکز څخه لیدنه وکړه

sadiq_admin
Mon, Mar 01 2021 3:37 PM
س

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د پیامبر اعظم پياوړتيا روغتيايي مرکز څخه لیدنه وکړه

نن دوشنبه، د کب په ۱۱مه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حمیدالله فاروقي د پيامبر اعظم پياوړتيا مرکز څخه لیدنه وکړه او د مراجعینو لپاره يې د خدمتونو چټکتیا او ناروغانو ته دې ښې پاملرنې په پار یې د مرکز له چارواکو ، ډاکټرانو او مراجعینو سره خبرې وکړې.

ددې مرکز څخه د ليدنې پر مهال له ښاغلي فاروقي سره د وزارت د نورو چارواکو ترڅنګ، د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکي معينيت مرستيالې جمیلې نورستانۍ هم شتون درلود.

ښاغلي فاروقي په داسې حال کې چې ددې مرکز مراجعينو ته يې د معیاري او مؤثره خدماتو وړاندې کولو باندې ټینګار کاوه وویل: د مرکز په عصري تجهیزاتو سمبالول مو کاري لومړيتوب دی او د متخصصو ډاکترانو ګومارنې او نورو روغتيايي برخو کې يې له عامې روغتيا وزارت سره د همغږۍ، همکارۍ زياتول او ګډ کار اړين وبلل.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، چې ډاکټران باید د ټولو روغتيايي اصولو مطابق له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او د هغوی ستونزو او درملنې ته پر وخت رسيدنه وکړي.

د پیامبر اعظم د پياوړتيا مرکز رییس ډاکټر فضل الله محمدي د مرکز د بېلا بېلو څانګو او ستونزو په تړاو ښاغلي فاروقي ته معلومات ورکړل وويل: اوس هم دغه مرکز د اورتوپيدي، عمومي داخلې، ذهني او رواني، فزيوتراپي، سترګو او غوږونو برخو کې متخصص ډاکتران نه لري او ددې تشې د ډکولو غوښتنه يې وکړه.

د نوموړي په خبره، چې هره ورځ دغه مرکز ته د تداوۍ په موخه لسګونه مراجعين راځي او د ناروغيو تر تشخیص وروسته ناروغان تر لازمې درملنې لاندې نيول کېږي.

په پای کې ښاغلي فاروقي د مرکز د چارواکو، ډاکترانو او مراجعينو د ستونزو، غوښتنو، نظرونو او وړانديزونو تر اوريدو وروسته ژمنه وکړه، چې ددې مرکز د خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي او د متخصصينو ډاکترانو د ګومارنې په برخو کې به لازم کار او دوامداره هڅې وکړي.

________________________

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS