د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم ملا صدوخان حق شناس د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه، د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان له لورې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته معرفي او خپل دنده یې پیل کړه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، د وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د هلمند ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالرحمان او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله حقاني هم حضور درلود.
