د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

asad_admin
Tue, Nov 18 2025 9:29 AM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم ملا صدوخان حق شناس د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  د نوي رئیس په توګه، د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان له لورې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته معرفي او خپل دنده یې پیل کړه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، د وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د هلمند ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالرحمان او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله حقاني هم حضور درلود.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS