د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې له ۲۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه!

farahmand_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۰ - ۱۰:۴۵
mmd

د ا.ا.ا 250 شهیدانو کورنیو، د پخواني حکومت د ملي اردو سرتېرو او کونډو ته د مرستو بستې ووېشل شوې.

 

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د پلان او همغږۍ رييس مولوي سيد محمد عظيم اغا وويل، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت او Resorts موسسې لخوا، د لس زره افغانيو په ارزښت اوړه، غوړي، لوبیا، نخود او دوې کمپلې د کابل قره باغ ولسوالي ووېشل شول.

 همدا رنګه ښاغلي محمد عظیم اغا زیاته کړه چې د افغانستان په نورو برخو کې هم مرستې وېشل شوي او په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

 

نوموړي له مرستندويه موسسو څخه هم مننه وکړه او زياته يې کړه، چې نورو خيريه موسسو هم د افغانستان له خلکو سره د ښه شرايطو په رامنځته کولو کې مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS