په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو ترڅنګ، د اختر لپاره جامې او نغدي مرستې شاملې وې.
د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي محترم ضياء الله حيدري او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
