د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلي، په دې مرستو کې خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریجې، نور مواد، نغدي مرستې، د حفظ الصحې توکي، اختریزې ډالۍ، د معلولیت لرونکو وګړو لپاره ویلچرونه او د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه نورې مرستې شاملې وې، د دغو مرستو له برکته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د زرګونه اړمنو کورنیو ملاتړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د مرکز په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو زرګونو کورنیو ته خوراکي توکي، نغدي مرستې، ویلچرونه، ژمنۍ البسه او د اقتصادي ځان بساینې په برخو کې مرستې ترسره کړي دي.
