د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي کاري غونډه ترسره کړه.

دغه غونډه د وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد او ورسره راغلي تخنیکي پلاوي هم ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس جوړول یو مهم او بنسټیز ګام وباله او ویې ویل چې دا پروژه به د یتیمانو د زده کړو، روزنې او هر اړخیز پرمختګ لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي، هغه د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې د همکاریو او هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د یتیمانو د ژوند ښه والی او هغوی ته د ښو خدمتونو وړاندې کول د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

وروسته د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې تخنیکي پلاوي د یاد تعلیمي کمپلکس د طرحې او جوړولو د لومړنیو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په دې کمپلکس کې به یوه څلورپوړیزه اداري ودانۍ، د زده‌کوونکو لپاره د لوبو میدان، مجهزه طعام‌خونه، لیلیه، یو څلورپوړیز تعلیمي مرکز چې (۴۲) درسي او اداري خونې به ولري، جومات، د غونډو عصري تالار او د موټرو لپاره مناسب تمځای جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې تعلیمي کمپلکس د جوړولو چارې به د (۲۰) میاشتو په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

BACK TO NEWS