د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو، د هغوی د ستونزو د حل او د چارو د ښه تنظیم په موخه ستاینلیک ورکړل شو.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا فیض الله جواد او د کارکوونکو د سوانحو آمر محترم کریم الله فاروقي حضور درلود.

محترم محمد صابر ځواک د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه، د یاد ریاست ټولې اداري او مالي چارې په پوره نظم، ژمنتیا او د اصولو مطابق ترسره کړي دي، د هغه د ژمنتیا، مسؤلیت ‌پالنې او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو له امله، نوموړی د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت د محترمې رهبري له خوا د ستاینلیک وړ وګڼل شو.

محترم مولوي کلیم الله افغان د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک کړنې، هڅې او فعالیتونه وستایل او نوموړي ته یې په راتلونکو چارو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

BACK TO NEWS