د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو، د هغوی د ستونزو د حل او د چارو د ښه تنظیم په موخه ستاینلیک ورکړل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا فیض الله جواد او د کارکوونکو د سوانحو آمر محترم کریم الله فاروقي حضور درلود.
محترم محمد صابر ځواک د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه، د یاد ریاست ټولې اداري او مالي چارې په پوره نظم، ژمنتیا او د اصولو مطابق ترسره کړي دي، د هغه د ژمنتیا، مسؤلیت پالنې او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو له امله، نوموړی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له خوا د ستاینلیک وړ وګڼل شو.
محترم مولوي کلیم الله افغان د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک کړنې، هڅې او فعالیتونه وستایل او نوموړي ته یې په راتلونکو چارو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
