د رهبري شورا فوق العاده غونډه ترسره شوه

farahmand_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۹:۷
نشست

د وزارت د رهبري شورا فوق العاده غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو پاتې معاشونو تادیې ګړندي کولو او د 1400 مالي کال بودیجې مصرف کولو څرنګوالي په اړه بحث وشو.

د غونډې په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر، پوهنمل حمیدالله فاروقي د هېواد وضعیت ته په اشاره وویل ملي خواکونه له ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو څخه دفاع کوي او د ملي ځواکونو له اتلولیو او قربانیو ستاینه یې وکړه.

په دې ناسته کې، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ورکړل شوي معاشونو وضعیت تحلیل او ارزول شوی، او اړوندو څانګو ته لارښوونه شوې چې هغه کسانو ته چې د پخوانۍ کړنلارې له مخې معاشونه نه دي ورکړل شوي، د م11 او ش12 د نوې کړنلارې تصویب او پلي کېدو سره یې ستونزې حل او پروسه به کړندۍ شي.

همدارنګه په دې ناسته کې، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو حقوق یې ورکړي، کوم چې د د نوي طرزالعمل د رهبري شورا له برېکړې وروسته  پلي شي. په دې شرط چې دوی بایومیټریک برخې ته مراجعه وکړي او خپل معلومات په سیسټم کې ثبت کړي.

د دې پریکړې له مخې، که د شهیدانو وارثان او معلولیت لرونکي وکړي په سیسټم کې د نوم لیکنې لپاره ور نه شي، او یا په سیسټم کې د دوی توضیحاتو ثبتولو څخه انکار وکړي، د دوی پاتې حقونه نه حواله کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS