د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ به په متفاوت ډول ونمانځل شي

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۹:۲۸
csdcs

د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ به په متفاوت ډول ونمانځل شي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب سره وکتل او د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په څرنګوالي یې خبرې وکړې.

ښاغلي آریوبي د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په اړه وویل: یاده ورځ باید د تېر کال په پرتله په متفاوته او په داسې بڼه ونمانځل شي، چې د معلولیت لرونکو وګړو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو اغېز یې محسوس وي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د دې ورځې له نمانځنې باید د یوه مهم فرصت په توګه ګټه پورته شي او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ژوند په مختلفو برخو کې د بنسټیزو پروژو او فرصتونو پر غوښتنه تمرکز وشي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې د معلولیت لرونکو وګړو د هر اړخیز ملاتړ لپاره د ملي او نړیوالو بنسټونو د پاملرنې او همکارۍ د جلبولو په موخه به د یادې ورځې د غوره نمانځنې لپاره تخنیکي مسولینو سره هم مجالس ترسره کړي.

د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب د وزارت له لوري د یادې نړیوالې ورځې نمانځل ښه اقدام وګڼه او په دې برخه کې له خپل اړخه د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ. وویل: غوره به وي، چې په دغې برنامه کې د معلولیت اړوندو بنسټونو، ملي او نړیوالو ادارو او نورو مرستندویه بنسټونو ته د ګډون فرصت برابر شي، تر څو د معلولینو اړوند چارو ته ښه همغږۍ رامنځته او د همکاري روحیه پیاوړې شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS