د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد انور برادر د ۱۴۰۵ مالي کال د منظور شوي پلان د اغېزمن او پر وخت تطبیق او همدارنګه په ۱۴۰۴ مالي کال کې د مرکزي او ولایتي واحدونو له لوري د ترسره شویو کړنو د تفتیش او پلټنو د پیل په اړه مفصلې خبرې او لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

هغه کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري پلانونه په منظم او واضح ډول ترتیب کړي او له مخې یې خپلې چارې پر مخ یوسي او ټینګار یې وکړ چې د پلټنې پر مهال باید د وزارت اصولو او د رهبري شورا پرېکړو ته جدي پاملرنه وکړي، د اړوندو ریاستونو د چارو د ښه والي لپاره کارکوونکو ته لازمې او رغنده لارښوونې وکړي او په خپل منځ کې همغږي او همکاري پیاوړې وساتي، ترڅو د پلټنې چارې په منظم، شفاف او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.

همداراز د ولایتونو اړوند د شهیدانو او معلولینو چارو د تفتیش آمر محترم مخدوم ویس‌الدین جلیلي د پلټنې د ښه ترسراوي په موخه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې. د غونډې نورو ګډونوالو هم د کاري استقامت له مخې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل. له هر اړخیز بحث وروسته، د کورنۍ پلټنې رئيس له لوري لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS