د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۸:۵۹

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د لسوالیو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم ملا عبدالقاهر فېروز د اداري نظم پر ارزښت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ پر تأمین او د شهیدانو کورنیو او معلولینو چارو ته د ښه او پر وخت رسېدګۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په بشپړې ژمنتیا او احساس مسؤلیت سره ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د ولسوالیو ترمنځ د دوامدارې او رغنده همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو او د کارکوونکو د صادقانه او نه ستړې کېدونکو هڅو ستاینه هم وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

رئیس جدید ریاست امور شهداء و معلولین ولایت لوگر به کارمندان معرفی و به کار آغاز نمود

به اساس حکم مقام عالی ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان و به پيشنهاد و لزوم دید مقام وزارت امور شهداء و معلولین محترم مولوی محمد رفیق هاشمی به عنوان رئیس

 جدید امور شهداء و معلولین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره نوی رئيس رسماً کارکوونکو ته معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمدرفیق هاشمي د لوګر ولایت د شهیدانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود، همداراز هغو مستحقو. . .

BACK TO NEWS