د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د اداري فساد سره د مبارزې په موخه غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۹:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د فساد د مخنيوي په موخه غونډه ترسره شوه په یاده غونډه کې چې د وزارت ټولو کارکوونکو ګډون درلود،  په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسئول مفتي فیصل خاموش دفساد سره د مبارزې په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د شهیدانو له کورنېو څخه د بډې اخیستل تر ټولو ناوړه فساد بلل کیږي.

د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود غونډې ته وینا وکړه او د اداري فساد په ناوړه پایلو يې خبرې وکړې او له کارکوونکو څخه ېې وغوښتل تر څو په ورځنې چارو کې د خپل څښتن تعالی څخه ویره ولري او د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل ایماني او وجداني مسئولیت ادا کړي.

په دې غونډه کې همداراز د بشري سرچینو رئیس مولوي محمد موسی صدیقي هم ګډونوالو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه  چې موږ په خپلو ورځنیو چارو کې د اسلام کلتور عملي کړو او هر کارکوونکی د خپلو کړنو په مقابل کې مسئولیت لري او په کار ده چې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو د ضایع کیدو څخه په هر اړخیزه توګه مخنیوي وشي.

د یادې غونډې په ترڅ کې مولوي عبدالقیوم حقاني د یادې موضوع په هکله خبرې وکړې او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو خپلو کړنو ته پاملرنه وکړي.

د غونډې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست کارکوونکو ته په ورځنېو کړنو کې د اخلاص په درلودلو، کونډو او یتیمانو ته د ښو او غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS