د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني سره لیدنه وکړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۳:۳۰
mmd

په دې لیدنه کې ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په تېر مالي کال کې د حکومت لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ځانګړې شوې بودیجه په پوره شفافیت سره مصرف شوې ده.

نوموړي همداراز زیاته کړه؛ د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لاسنیوي په برخه کې د افغان سوداګرو او په بهر کې د مېشتو هېوادوالو مرستې ډېرې شوې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لارې پر مستحقو او ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل کېږي.

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني وویل؛ په تېرو نږدې دوو کلونو کې د جګړې له امله د کونډو او یتیمانو د زیاتېدو شمېره صفر ته راښکته شوې ده.

په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل ښاغلي مولوي عبدالکبیر هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د کډوالو چارو وزارت دې له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي تر څنګ هغوی ته د دیني او عصري زدکړو لا ډېره زمینه برابره کړي.

نوموړي همداراز وویل چې د معلولینو او د دې برخې نورو کسانو ته د مرستو د وېش لړۍ دې له توپیر پرته مخکې لاړه شي او د هغوی وړتیاوو ته په پام دې ورته د کاري فرصتونو پر برابرولو فکر وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د ښۍ رسیدګۍ په موخه د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ پر (۳۷۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اوړه،. . .

BACK TO NEWS