د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني سره لیدنه وکړه

nasrat_admin
Sun, Jun 04 2023 1:30 PM
mmd

په دې لیدنه کې ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د هېواد په کچه د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په تېر مالي کال کې د حکومت لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ځانګړې شوې بودیجه په پوره شفافیت سره مصرف شوې ده.

نوموړي همداراز زیاته کړه؛ د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لاسنیوي په برخه کې د افغان سوداګرو او په بهر کې د مېشتو هېوادوالو مرستې ډېرې شوې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لارې پر مستحقو او ثبت شویو یتیمانو، کونډو او معلولینو وېشل کېږي.

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني وویل؛ په تېرو نږدې دوو کلونو کې د جګړې له امله د کونډو او یتیمانو د زیاتېدو شمېره صفر ته راښکته شوې ده.

په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل ښاغلي مولوي عبدالکبیر هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د کډوالو چارو وزارت دې له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یتیمانو د لاسنیوي تر څنګ هغوی ته د دیني او عصري زدکړو لا ډېره زمینه برابره کړي.

نوموړي همداراز وویل چې د معلولینو او د دې برخې نورو کسانو ته د مرستو د وېش لړۍ دې له توپیر پرته مخکې لاړه شي او د هغوی وړتیاوو ته په پام دې ورته د کاري فرصتونو پر برابرولو فکر وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS