د بشردوستانه مرستو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، پر یو شمیر جګړو ځپلو هیوادوالو د خوراکي توکو مرستې وويشلې

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۹:۱۳
ss

د بشردوستانه مرستو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، پر یو شمیر جګړو ځپلو هیوادوالو د خوراکي توکو مرستې وويشلې.

نن سه شنبه، د مرغومي په ۲۳مه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د COMAC موسسې د مرکزي دفتر لخوا له جګړو زيانمنو ۳۱ کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې وویشل شوې.

د يادو مرستو د ويش پرمهال، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکي معاونيت مرستيالې جمیلې نورستانۍ هم ګډون درلود.

اغلې نورستانۍ په هېواد کې د وروستیو پېښو د شهیدانو او ټپيانو کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ، د COMAC مرستندويه موسسې له مشرتابه مننه وکړه چې له وزارت سره په همغږۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له جګړو ځپلو خلکو سره مرستې کوي.

د یادونې وړ ده، چې په ويشل شويو خوراکي توکو کڅوړو کې اوړه ، وریجې، غوړي، لوبیا، بوره او نور اړین توکي شامل وو.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له لوري له جګړو ځپلو هيوادوالو سره په مرکز او ولايتونو کې د مرستو لړۍ دوام لري.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د‌ لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له فعاليتونو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د‌ کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د مالي او حسابي چارو رئيس محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۵
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د اداري چارو د لا ښه سمون په موخه غونډه جوړه شوه

ياده اداري غونډه چې د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان عابد په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډې اصلي موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۹
Background image

د کابل ولایت اړوند (۵۰۰) تنو اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او. . .

BACK TO NEWS