په کابل ولایت کې پر زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ارتقاء خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ده سبز ولسوالۍ اړوند پر (۱۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي، د ده سبز ولسوالۍ معاون او د خیریه مؤسسې مسؤلینو هم شتون درلود.
