په پروان ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ(۵۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مرستې چې په هغه کې د هر مستحق لپاره (۸) کیلو ګرامه خُرما په پام کې نیول شوې وې، په منظم ډول ووېشلې.
یادې مرستې د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نیاز محمد هجرت او د یاد رياست آمر محترم مولوي عبدالاحد سعد په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.
محترم مولوي نيازمحمدهجرت د ملک سلمان خیریه بنسټ له مرستو څخه قدرداني وکړه او په نورو خیریه مؤسسو یې هم غږ وکړ چې د دې اړمن قشر لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
