په ننګرهار ولایت کې پر (۵۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې د مرستو وېش
د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په خوګياڼو او چپرهار ولسوالیو کې پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې د اوړو، وریجو، غوړيو او د ځینې نورو خوراکي موادو ترڅنګ، د حفظ الصحې توکي هم شامل وو، په شفاف ډول ووېشل.
یادې مرستې د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلينو او د خیریه مؤسسې د استازو په شتون کې پر مستحقو کسانو ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یادې خیریه مؤسسې په همکارۍ له (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره کړې وې.
