د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Mar 30 2026 8:52 AM

د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه، چې پکې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو حضور درلود.

محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په دې غونډه کې کارکوونکو ته د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو د مشاهدې فورمونو او سروې په اړه اړینې لارښوونې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو ته باید ښه، مؤثر او پر وخت خدمات وړاندې شي، د هغوی پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوړل شي او له اړوندو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص، همغږۍ او د دقت سره ترسره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS