کابل ولایت اړوند پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په مالي همکارۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق ته (۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم ملا محمد نعیم، ملي تجار او یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو شتون درلود.
