په بغلان ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې
د بغلان ولایت شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د یوه ملي تاجر محترم الحاج مبارز برکت زي په مالي همکارۍ،
د مرکزي بغلان اړوند پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس الحاج ملا احسان الله عابد د شهیدانو کورنیو او معلولینو لاسنیوی د ټولو ګډ مسئوليت وباله، د ملي تاجر له سخاوتمندانه همکارۍ څخه یې مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره مرستې برابرې کړي، ترڅو په سمه توګه د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.
