په زابل ولایت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یاد مرستو کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم ملا احسان الله صادق او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود.
