د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د کارکوونکو لپاره ښوونیز سیمینار پیل شو

asad_admin
Tue, Jan 06 2026 9:21 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د مالیې وزارت د تفتیش برخې د استادانو لخوا ښوونیز سیمینار پيل شو، په دې سیمینار کې به د پلټنۍ اړوند مسایل او موضوعات د یوې میاشتې په موده کې د کورنۍ پلټنې ریاست کارکوونکو ته تدریس شي.

د سیمینار په پیل کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د کورنۍ پلټنۍ رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د مفتشینو آمر محترم ویس الدین جلیلي هم حضور درلود.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي په ادارو کې د تفتیش د دندو او ارزښت په هکله مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دې ډول سیمینارونو جوړول د کارکوونکو د ظرفیتونو او وړتیاوو د لوړولو لپاره خورا مهم دي او دا ډول سیمینارونه کارکوونکي خپلو مسئولیتونو ته متوجې کوي، څو د تفتیش پر مهال شته ستونزې په ښه ډول وپیژني او د تفتیش مهم اصول او شاخصونه په سمه توګه عملي کړي، په دې ترتیب د دې زمینه برابریږي چې یوه سالمه او له هر ډول فساد څخه پاکه اداره رامنځته شي.

همداراز محترم مولوي محمد انور برادر د مالیې وزارت د تفتیش برخې له استادانو څخه مننه وکړه، د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د دې سیمینار رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د سیمینار د موخو د ترلاسه کولو لپاره به بشپړه همکارۍ وشي، څو کارکوونکي خپل مهارتونه او وړتیاوې د تفتیش په برخه کې نورې هم لوړې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS