د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Dec 13 2025 1:09 PM

د چارو د ښه سمون په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د اداري نظم پر اهمیت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو ورسپارل شوي مسؤليتونه په بشپړې ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي او د معلولینو او شهیدانو ورثه وو د (م-۴۰) دفترونو د‌ منظمولو په موخه هم کارکوونکو ته لارښوونه وشوه.

د غونډې په پای د اړوندو برخو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ په هکله ټینګار وشو او د کارکوونکو صادقانه هڅې وستايل شوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS