د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه (۳۰) تنه معلولیت لرونکي وګړي د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
Tue, Dec 09 2025 9:51 AM

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز د افغانستان د توانا ماشومانو ابتکار (ECI) مؤسسې سره په همغږۍ د ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شویو (۳۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خیاطۍ په برخه کې شپږ میاشتنی زده کړه ئيز پروګرام پيل کړی وو، چې د یاد پروګرام څخه فارغ شویو کسانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې جوړ شوی وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د تدارکاتو آمر محترم قاري عبدالباسط او نورو اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې محترم مولوي کلیم‌الله افغان، هېواد ته د بېرته راستانه شویو هېوادوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: سره له دې چې مهاجرین له هېواده بهر له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي، خو اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره هڅه کړې چې د هغوی لپاره د ژوند مناسب شرایط برابر کړي.

د مالي او اداري چارو عمومي رئيس د فني او حرفوي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: ډیر د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې نن د (ECI) موسسې له لوري (۳۰) تنو معلولینو ته د خیاطۍ په برخه کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده. هغه له معلولینو وغوښتل چې ناهیلي نه شي، بلکې د نورو معلولینو لپاره ښه بېلګه وګرځي. هڅه وکړي چې هم ځان او هم خپلې ټولنې ته ګټور واقع شي. د خپل علم او هنر ارزښت وپېژني او له هغې څخه د فردي او ټولنیزې ځان بسیاینې لپاره اعظمي ګټه واخلي.

په پای کې محترم مولوي کلیم‌الله افغان د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له رئیس، کارکوونکو او د مؤسسې له مسؤلینو یې مننه وکړه، فارغ شویو کسانو ته یې مبارکي وویله او ورته یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي هم په دې پروګرام کې وینا وکړه او د هغو هیله‌ منونکو فرصتونو په اړه یې خبرې وکړې چې نن ورځ په هېواد کې رامنځته شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې څو لسیزو جګړو او ناامنۍ زموږ هېواد شاته پاتې کړی وو، خو اوس الحمدلله په بېلابېلو برخو کې د هېواد د پرمختګ او بیا رغونې زمینه برابره شوې ده.

د کارکوونکو د چارو رئیس فارغانو ته ارزښتناکې سپارښتنې هم وکړې او ویې ویل چې باید خپل وخت په سمه توګه مدیریت کړي او له هغو مهارتونو او وړتیاوو څخه چې ترلاسه کړي دي، د ځان بسیاینې او روښانه راتلونکي د جوړولو په لاره کې ګټه واخلي او هغوی وهڅول چې کمزوري نه دي، بلکې پیاوړي او د ښو وړتیاوو څښتنان دي، کولای شي د همدې مهارتونو په کارولو سره د خپل ژوند د ښه والي لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې برنامې فارغانو ته په اړوندې حرفې کې د کار پیل کولو په موخه اړین وسایل هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS