په کابل ولایت کې (۲۰) مستحقو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي رفاه مرستندويه مؤسسې په همکارۍ، په بګرامۍ ولسوالۍ کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۰) مستحقو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر کورنۍ ته (۴۰) زره افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د یادې مؤسسې له لوري څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې مستحقو کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شوې وې.
